نږدې ۲۰۰ افغان مهاجرین د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په روانه اونۍ کې ۱۶۷ تنه افغان مهاجرین د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې په یاد هېواد کې بندیان وو، چې د سپین بولدک په لېږد امریت کې تر ثبت وروسته خپلو اصلې سیمو ته ولېږدول شول.