د هېواد په ۷ ولایتونو کې تر ۳ زره زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_

په روانه اونۍ کې په کابل، تخار، ننګرهار، ارزګان، میدان وردګو، فراه او لغمان ولایتونو کې له ۳ زره او۱۰۳ بېځایه شویو، راستنو شویو، معلولو، اړمنو، کوربه‌ټولنو د طبعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، په کابل کې ۲۳۶ کورنیو سره ۶ ‌ډوله خوراکي توکو او یو میلیون ۸۶۴ زره او۸۰۰ افغانۍ نغدې، تخار کې ۴۱۰ کورنیو سره ۸ میلیونه او۸۸۷ زره افغانۍ، په ننګرهار کې له ۸۹۰ کورنیو سره ۶ ډوله خوراکي توکو او ۱۱۸ زره ۸۰۰ امریکايي ډالر او یو میلیون ۷۹۹ زره او۵۰۰ افغانۍ، په ارزګان کې له ۳۷۵ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو، په میدان وردګو کې له ۲۰۳ کورنیو سره یوه یوه بخارۍ او ۸ زره ۵۵۰ امریکايي ډالر همدارنګه ۹۱۸ زره او۳۷۵ افغانۍ نغدي، فراه کې له ۶۳۴ کورنیو سره ۳۲۶ زره او۹۵۰ افغانۍ، کمپلو او ترپالونو، په لغمان کې ۳۵۵ کورنیو سره یوه یوه کمپله مرسته وشوه.
همدارنګه د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري فراه کې ۶۴ ماشومانو سره ۸۴۹ زره او ۲۸۰ افغانۍ، بغلان کې ۴۲ کسانو سره ۶۱۸ زره او۵۰۰ افغانۍ، کابل کې ۴۷ کسانو سره ۵۲۸ زره او۷۵۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۳۰ کسانو سره د خیاطۍ وسایلو، لغمان کې ۵۳ کسانو سره ۶۸۹ زره افغانۍ مرستې وشوې.