نیږدې ۲ سوه تنه افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
_

په روانه اونۍ کې ۱۹۰ بندي افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو د معلوماتو پر بنسټ، ۱۷۱ تنه، چې د پاکستان په بندخونو کې یې ۲ میاشتې تېرې کړې وې او ۱۹ تنه، چې د عراق په بندخونو کې یې له ۶ تر ۹ میاشتې تېرې کړې وې، خوشي او د سپین بولدک او نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد کسان د سپین بولدک او نیمروز د لېږد امریتونو له لوري ثبت او د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري یې مرستې تر لاسه او خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.