د داوطلبۍ اعلان!

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، چې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د وزارت د دفترونو لپاره د د اړتیا وړ موبل فرنیچر، کوټ بند او بوټ دانۍ د تدارک په پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه د فلش ډیسک له لارې د تدارکاتو له آمریت څخه یا د ملي تدارکاتو ریاست له ویب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي.
خپل وړاندیزونه د شرطنامې له شرایطو او د عقودو د قانون مطابق د بیع مطلق (موجل) له اصولو سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۴ لمریز کال د ۹مې میاشتې پر ۲۹مه د شنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ پورې د تدارکاتو آمریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپارئ. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي وړاندیزونه نه منل کېږي.
د وړاندیز تضمین په بانکي تضمین کې د ۶۵ زره (پینځه شپېته زرو) افغانیو په اندازه دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۴ لمریز کال د ۹مې میاشتې پر ۲۹مه د شنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو، د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د درمل داوطلبي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د وزارت  لپاره د ۴۲ قلمه طبي لابراتوار وسایلو او ۱۰۰ قلمه درملو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۴
Background image

اعلان داوطلبی

د داوطلبۍ اعلان

موضوع: د وزارت  لپاره د درې کلن جواز( لایسنس) لرونکې د سفوس فایروال( XG3100) دستګاه د برابرولو او نصبولو د دواطلبۍ  اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د فعالو وسایطو لپاره د ۲۸ قلمه پرزه‌جاتو د برابرولو او تدارک قرارداد د ذبیح‌الله عیار لوژستیکي . . .

Back to tenders