تر پینځه سوه زیات افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
په روانه اونۍ کې ۵۶۵ تنه افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او نیمروز د کډوالو چارو ریاست د کډوالو لېږد امریتونو د معلوماتو له مخې، ۵۱۷ تنه کډوال له پاکستان څخه، چې د بند موده یې دوه میاشتې وه، د سپین بولدک له لارې او ۴۸ تنه له عراق څخه، چې د بند موده یې له شپږ تر نهو میاشتو وه، د نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد کډوال د سپین بولدک او نیمروز د کډوالو په لېږد امریت کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته ولېږدول شول.