د غزني کډوالو چارو رییس په افغانستان کې د ډنمارک کډوالو ټولنې له رییس سره کتلي
د غزني کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي مطیع الله عرب د لړم په ۲۱ مه په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې (DRC) له رییسې مېرمن دانیا الشریف سره وکتل.
دواړو لوریو په دغه ولایت کې د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.
مېرمن دانیا الشریف په یاد ولایت کې د دوی له ولایتي دفتر سره د غزني کډوالو چارو ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل: په غزني کې د کډوالو ستونزې به له تمویل کوونکو ادارو سره شریکوي او په دې اړه به جدي هڅې کوي.
د غزني کډوالو چارو رییس یادې ټولنې ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.