سرپل کې د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

anwari_morr

د سرپل ولایت د کډوالو چارو آمریت له لوري د اداره خیریه برای انکشاف افغانستان( ودان) په همکارۍ په دې اونۍ کې د ۵۱ راستنو شویو، کوربه ټولنو او بې ځایه شویو خلکو لپاره د رواني روغتیا د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.
دغه پروګرام د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ په امام جعفر، سید آباد هزاره او ذکه افغانیه کلیو کې ترسره شو او دوی ته د رواني روغتیا په اړه اړین پوهاوی ورکړل شو.