په بلخ ولایت کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

anwari_morr
-

د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د نهرشاهي ولسوالۍ د نسیم مهدي په سیمه کې د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ښوونځي په پرانیست غونډه کې د یاد ولایت د کډوالو رییس مولوي اسدالله وفا د دې ښوونځي جوړول د زدکړو د پراختیا د کډوالو او راستنېدونکو ماشومانو لپاره د زدکړو زمینه جوړونې چاپېریال برابرول او د راتلونکي نسل د روزنې په لور یو ارزښتمن او اغېزمن ګام وباله او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له همکارۍ او دوامداره هڅو څخه یې مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي وویل؛ چې دا ودانۍ په ۲۴۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې ۱۲ ټولګي، یو کتابتون، اداري کوټې، تشنابونه، یو ورزشي مرکز او د زدکړو اړین توکي پکې شامل دي.