د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د غزني د کډوالو چارو د رییس په ګډون د یاد ولایت د کډوالو له ځینو استازو سره وکتل

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۴۱
ـ

د غزني د کډوالو رییس او د کډوالو حاضرو استازو په یاد ولایت کې د کابل د تېرې ادارې پر مهال مهاجرینو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي د حالت په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.

د غزني د کډوالو چارو رییس وویل، چې د کابل د تېرې ادارې پر مهال په غزني کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې لسګونه نمرې د مهاجرینو پر ځای نورو کسانو ته وېشل شوې، چې له همدې امله د ښارګوټي پراختیايي پلان له ستونزو سره مخ شوی او وړاندیز یې وکړ چې ورته حل لاره وموندل شي.
همدارنګه د غزني د مهاجرینو استازو د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت دې په غزني کې د مهاجرینو د ښارګوټي پراختیايي پلان بشپړ او په یاد ښارګوټي کې دې د جوماتونو لپاره ځمکه بېله کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر له غزني څخه راغلیو استازو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت ټولو راستنو شویو ته یو شان خدمات په نظر کې نیولي دي او هڅه کوي چې د راستنو شویو وړانديزونو ته رسېدنه وشي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت لخوا د مهاجرینو د ښارګوټو اړتیاوې ارزول کېږي او په غزني کې د کډوالو د ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه به غور وکړي او د اصولو په رڼا کې به ورته حل لاره ولټوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته