د هېواد په څلورو ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو ته بشري مرستې ووېشل شوې
په روانه اونۍ کې په کابل، خوست، بادغیس او سمنګان ولایتونو کې ۱۵۳۷ راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته نغدي مرستې، خوراکي توکي او خېمې ووېشل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمي واحدونو د راپورونو له مخې، په خوست کې۲۱۹ کورنیو ته۲۸۹ زره او ۸۰۰ افغانۍ، په کابل کې۱۱۸۷ کورنیو ته ۵ ډوله خوراکي توکي، په بادغیس کې ۸۳ کورنیو ته یو میلیون ۲۱ زره او ۲۵۰ افغانۍ او په سمنګان ولایت کې ۴۸ کورنیو ته یو باب خېمه د همکارو موسسو له لوري د کډوالو اړوندو ادارو تر پېژندنې وروسته ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې، په کابل کې د دې وزارت همکار بنسټ له لوري د مدني اسنادو په موخه ۸۰ تنو ته ۸۰ زره افغانۍ د یاد ولایت د کډوالو چارو ریاست تر پېژندنې وروسته، ورکړل شوې.