تر ۳۰۰ زیات بندیان د پاکستان هېواد له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په روانه اونۍ کې ۳۰۵ تنه افغان کډوال د پاکستان هېواد له بندخونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک کډوالو لېږد امریت د معلومات له مخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.
دغه کسان تر ثبت او د همکارو بنسټونو د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول