تېره میاشت نږدې له ۸۰۰ زره کورنیو سره مرسته شوې
تېره میاشت د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې له ۷۹۸ زره ۷۳۴ راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو سره د ۱۷۰ میلیونه ۷۰۸ زره ۱۸۶ افغانیو په ارزښت مرستې شوې.
دغو کورنیو ته له موسسو سره په همغږۍ په ارزگان بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، دایکندي، سرپل، سمنگان، غزني، غور، فراه، قندهار، کاپیسا، کابل، میدان وردک، ننگرهار، نورستان، نیمروز ، هلمند، زابل، فاریاب او هرات ولایتونو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ریاستونو/ امریتونو له لوري له وړاندې پېژندل شوي وو.
په دې کورنیو کې له ۷۹۳ زره ۳۱۹ کورنیو سره د یاد وزارت له دویمو واحدونو سره په همغږۍ د ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري نغدي، خوراکي، غیرې خوراکي او روغتیايي توکو او له یو زرو ۴۱۵ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو، ژمنیو جامو او غیرې خوراکي توکو مرستې شوې دي.