په بلخ ولایت کې کډوالو ته د ځمکې وېش په عملي بڼه پیل شو

anwari_morr

د بلخ ولایت په جلال الدین محمدبلخي ښارګوټي کې له ایران او پاکستان هېواد څخه راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې وېش د سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې په رسمې بڼه پيل شو.
د بلخ ولایت مرستیال والي ښاغلي نورالهادي ابوادریس د ځمکې د وېش پر مهال وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې له ګاونډيو هېوادنو ایران او پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو ته د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه، چې په بلخ ولایت کې د کډوالو لپاره د ۳۰۰۰ جریبه ځمکې په پراخوالي سره یو ښارګوټي جوړ شوی، چې په یاد ښار ګوټي کې د کډوالو لپاره هر ډول اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د بلخ ولایت د کډوالو رییس مولوي اسدالله وفا د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ ثبت شویو کورنیو ته ځمکه ووېشل شي او پاتې ۲۴۵۰ کورنیو ته، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري ثبت شوې دي، ژر تر ژره د ځمکې وېش پیل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاد ښارګوټي کې د سړک، مسجد، دیني مدرسو، ښوونځیو او کلینیکونو جوړولو چارې هم په پام کې نیول شوې دي، چې د همکارو موسسو او نورو ادارو له لوري به یې د جوړښت چارې پیل شي.
راستنو شویو کډوالو د افغانستان اسلامي امارت دغه اقدام وستایه او یاد ښارګوټي یې د کډوالو لپاره د سرپناه په جوړولو او ځینو برخو کې مهم وبلل.