د پاکستان له زندانونو څخه نږدې ۶۰ تنه افغان مهاجرین آزاد شول
په تېره یوه اونۍ کې ۵۸ تنه افغان مهاجرین، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ آزاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لیږد آمریت د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او دیوې ورځې څخه تر ۲ میاشتو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
یاد شوي کسان د ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.