د هېواد په درې ولایتونو کې د پوهاوي برنامې ترسره شوې.

anwari_morr

د روانې اوونۍ په اوږدو کې د کډوالو چارو ریاستونو او آمریتونو له لوري، د همکارو مؤسسو په مرسته د کابل، سرپل او دایکنډي په ولایتونو کې د رواني روغتیا، حقوقي مشورو، مدني اسنادو د ګټو، او د بې‌ ځایه شویو او راستنېدونکو حقونو په اړه د پوهاوي برنامې ترسره شوې.

یاده برنامه د ۶۰ تنو بې‌ ځایه شویو، راستنېدونکو او د سیمه‌ییزو اوسېدونکو لپاره جوړه شوې وه، چې پکې ګډونوالو ته د حقوقي موضوعاتو، تذکرې اخیستلو او نورو مدني اسنادو د ګټو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.