د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارد لیندسي سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۱۱
-

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ښاغلي ریچارد لیندسي د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې کابل او اسلام آباد د دایمي اوربند لپاره په ګډه کار وکړي.
نوموړي له اړمنو سره د اسلامي امارت مرستې او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه د حکومت بریا وبلله او یادونه یې وکړه، چې بریټانیا د افغانستان په ختېځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه څلور میلیونه پونډ ځانګړي کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا زیانمنو ته رسول کېږي.
ښاغلي ریچارد لیندسي افغانستان ته د کډوالو راتګ او طبیعي پيښې، بشري مرستو ته د اړتیا د لوړیدو سبب یاد کړ او وې ویل، چې لندن به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د انګلیستان ځانګړي استازي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د لندن د بشري مرستو له امله مننه وکړه.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو او اړمنو د لاس نیوي په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت له راستنېدونکو سره د لنډ مهاله مرستو سربېره هغوی ته د دایمي سرپنا په موخه ګڼ ښارګوټي په نظر کې نیولي چې دا مهال پر ځينو یې کار روان دی.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل او د راستنو شوو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ښارګوټي مهم وبلل او د ښارګوټو په رغولو کې یې د بریټانیا په ګډون د نورو مرستندویه هېوادونو مرستې مهمې وبللې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۹
Background image

ترکیې ته د مهاجرینو چارو وزارت تللي پلاوي د خپل سفر راپور د مهاجرینو چارو له وزیر سره شریک کړ

ترکیې ته د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت تللي ګډ پلاوي نن د خپل سفر راپور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د لغمان له مرستیال والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لغمان له مرستیال والي ښاغلي حافظ انځیرګل عبدالله سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې له ښاغلي عبدالله سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۳۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته