په سرپل ولایت کې د رواني روغتیا د پوهاوي پروګرام ترسره شو

anwari_morr

د تلې میاشتې له ۱۹ نیټې څخه تر ۲۳ نیټې پورې د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت له خوا د افغانستان د پراختیا لپاره د خیریه ادارې (ودان) په همکارۍ  ۴۸ تنو راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د رواني روغتیا د پوهاوي پروګرام ترسره شو.
یاد پروګرام د سرپل ولایت د سید آباد ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې جوړ شوی و او د رواني روغتیا په اړه اړین معلومات ورته وړاندې شول.