د هیواد په ۵ ولایتونو کې څه باندې زرو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

په تېره یوه اونۍ کې په کابل، بلخ، فراه، نیمروز او سرپل ولایتونو کې ۱۰۲۱ راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
په کابل کې ۲۳۱ کورنیو ته ۶ ډوله خوراکي توکي د یو میلیونو او ۹۹۹ او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت، په بلخ کې ۱۹۰ کورنیو ته ۶ ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي، په فراه کې ۱۸۱ کورنیو ته ۶۸۴ زره افغانیو په ارزښت یوه تخته کمپله او یوه بسته ترپال، په نیمروز کې ۴۰۷ کورنیو ته د یو میلیونو ۹۱۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او په سرپل کې ۱۲ کورنیو ته ۲۷۶ زره او ۹۰۰ افغانۍ د همکارو بنسټونو له لوري مرستې وېشل شوې دي.  
د یو بل خبر له مخې په بغلان ولایت کې ۲۸ تنو د ځانګړو اړتیاو لرونکو کسانو ته ۳۸۹ زره افغانۍ، په بلخ ولایت کې ۱۱۵ بېځایه شویو او را ستنو شیو کورنیو ته یو میلیونو ۴۰۵  زره ۳۵۰  افغانۍ او په جوزجان ولایت کې ۱۰۰ تنو ته د کوچنیو سوداګریزو پیاوړتیا په موخه ۹۰۰ زره افغانیو مرستې د همکارو بنسټونو له لورې د پېژندنې وروسته ورته وېشل شوې دي.