د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اراده لري چې د (د ۵۲ قلمه پرزو، فلټر باب او د اتبلو اوبو د تدارک او تهیه کولو په موخه د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره) تړون، د صدیق احمدي لمتید شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۰۱۰۱–۲۰۴۴۸) ده او په کابل ښار کې د قوای مرکز په سیمه کې موقعیت لري، د ۹۰۴٬۲۰۰ (نه‌ سوه او څلور زره او دوه سوه افغانیو) په مجموعي بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د دلیلونو سره یو ځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد کې د جنگلک فابریکې تر شا موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وسپاري.

یاده خبرتیا د تړون د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ نه شي او قانوني مراحل پوره نه شي، تړون به نه‌لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د فعالو وسایطو لپاره د ۲۸ قلمه پرزه‌جاتو د برابرولو او تدارک قرارداد د ذبیح‌الله عیار لوژستیکي . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم ، د الکترونیکي حاضرۍ دستګاه او وسایلو د برابرولو او تدارک قرارداد د طلحه زبیر تکنالوژۍ او لوژستیکي شرکت . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د وسایطو او جنراتورونو لپاره د روغنیاتو او فلټر‌بابو د برابرولو او تدارک قرارداد د ذبیح‌الله . . .

Back to tenders