د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې چې د اسلامي امارت څو تنو نورو چارواکو هم حضور درلود د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره وکتل.

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۵۷
-
 
په دې ناسته کې چې د کابل او اسلام اباد پر اړیکو او د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې، د پاکستان د جماعت اسلامي غړو، په افغانستان کې د سولې او ټېکاو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان حالت د ډاډ وړ ګرځيدلی دی.
دغو پاکستاني علماوو د اسلامي ټولنو پر یووالي په ټينګار سره یادونه وکړه، چې په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټېنګښت سره هیله لري، چې افغان حکومت نورې نړۍ ته یوه ښه بېلګه شي.
د ناستې پر دوام له پاکستان څخه راغلي یاد پلاوي د افغان او پاکستاني علماوو نږدې اړیکې اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د شته ستونزو د حل په موخه باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په تېرو څو لسیزو کې، له افغانانو سره یې د پاکستان د ولس د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې د اسلامي امارت د همکارۍ لمن پراخه ده او د ستونزو د حل په برخه کې خبرو او دیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.
محترم مولوي عبدالکبیر د سیمي حالت ته په کتو یادونه وکړه، چې کابل او اسلام اباد باید په سوله کې ژوند وکړي او څرګنده یې کړه، چې د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی دی.
محترم وزیر له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندیښنې وړ یاد کړ او په وینا یې چې دا ډول کړنې باید تکرار نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکونودا سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له اغلې شکونودا سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یا UNDP مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنو شویو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالۍ پر دایمي حل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ عبدالحفیظ سره وکتل

د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عبدالحفیظ، له علماوو او ولس سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو او لیدنو په خوښۍ وویل، چې د خلکو او حکومت تر منځ نیږدې اړیکې د اسلامي نظام. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا په کابل کې له نږدې زرو راستنو او بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ بیل شوه

دغه مرستې د مهاجرینو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر ته د افغانستان د تجارانو او اهل خیر کسانو له لوري سپارل شوې وې، چې د ۱۲ ډوله خوراکي موادو، لکه یوه بوجۍ اوړه، دوه بوجۍ وریځې، ۱۰ کیلو. . .

بېرته خبرونه ته