د پاکستان په خیبر پښتونخواه، تورخم او لنډي کوتل او د اسلام‌اباد په ښار کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه لیدنه وشوه

anwari_morr
-
د افغانستان د اسلامي امارت د لارښوونو پر بنسټ، د خیبر پښتونخواه ولایت په تورخم او لنډي کوتل سیمو کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه لیدنه ترسره شوه. قاري نیازمحمد عارف، د کډوالو اتشه، د وږي په ۱۳مه نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ یادو سیمو ته سفر وکړ او د ستنېدونکو کډوالو حالت یې وڅېړه.
نوموړي د کډوالو ستونزې د پاکستاني اړخ له مسؤلینو سره شریکې کړې، او د خیبر د مرستو کمېشنر نسیم علي شاه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د اسلام‌اباد ښار د کډوالو د اتشې مرستیال مولوي ارسلان خان حقیار، د وږي په ۱۱مه نېټه د راولپېنډۍ ښار د کډوالو له مېشت ځایونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د کډوالو غوښتنې او ستونزې واورېدې، اړینې قانوني لارښوونې یې وړاندې کړې، او د داوطلبانه ستنېدنې په اړه یې د اسلامي امارت د تګلارې او د کډوالو چارو وزارت د میکانیزمونو او اسانتیاوو وضاحت وکړ.
مولوي حقیار د اسلام‌اباد د کډوالو د موقتي ساتنې له مرکز څخه هم لیدنه وکړه او له مسؤلینو سره یې د هغو کورنیو د غړو د خوشې کېدو په اړه، چې تر نیول کېدو وروسته یاد مرکز ته لېږدول شوي وو، اړینې سپارښتنې وکړې.