کډوالو چارو وزارت او په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ډنمارک دفتر ترمنځ د پنځو پروژو هوکړه ليک لاسليک شو

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۵:۰
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د غبرګولي په لومړۍ نېټه په افغانستان کې دکډوالو لپاره د ډنمارک دفتر DRC سره راستنېدونکو او بېځايه شوو ته دمرستو رسولو د پنځو پروژو هوکړه ليک لاسليک کړ. دغه پروژې د هېواد په ۱۶ ولايتونوکې د کډوالو چارو وزارت په همغږۍ پلي کېږي.

دغه پروژې د زيامنو شوو کډوالو غير قانوني کډوالي لپاره دوامداره او بديل ځای په ځای کېدنه، له بېځايه شوو سره د ماين پاکۍ، پرمختګ، بشردوستۍ او بيا مېشتېدو په برخه کې مرسته، د بېړنيو راستنېدونکو ملاتړ، د افغانستان د بېړني غبرګون ميکانيزم او دبرخه اخيستنې لپاره د افغانانو د مدني ټولنو ظرفيت لوړول او دهغه افغان کډوالو لپاره چې د کډوالۍ څخه اغيزمن شوي دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او DRC ترمنځ لاسليک شوې.

د هوکړه ليک پر بنسټ د DRC دفتر مکلف دی چې خپل پلانونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ پلي کړي او په ګډه د دغو پروژو څارونه او ارزونه وکړي.

د DRC دفتر مسؤل د پناه غوښتونکو مرستيال سره ژمنه وکړه چې د کډوالو چارو وزارت سره په به همغږۍ د خپلو کارونو د پرمختګ راپورونه وړاندې کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته