کډوالو چارو وزارت سرپرست؛دکابل مموزي ګډوالو ښارګوټي ستونزې به ژر ترژر حل شي
په هغه ناسته کې چې د کابل مموزي ګډوالو ښارګوټي د ستونزو دحل په موخه جوړه شوې وه، نورحمن اخلاقي د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ټينګار وکړ چې دغه ستونزه به ژر تر ژره حل شي.
د کابل مموزي دکډوالو ښارګوټي يوشمېر اوسېدونکو او د ځمکو مالکانو د زورواکو لخوا د ځمکو د غصب اود نمرو دوېش د ځنډ له امله شکايت وکړ او د ناستې په ګډونوالو يې غږ وکړ چې ددغې ستونزې دحل او همدارنګه په ښارګوټي کې زير بنايي کارونه پلي کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست دخلکو د حقونو په خوندي کولو ټينګار وکړ ويې ويل، موږ هڅه کو،چې دا ستونز ژر ترژره حل کړو. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه،چې د کډوالو چارو وزارت، دښارجوړونې او ځمکو د اصلاح ادرې، دمرکزي زون د پراختيا رياست او د ولسي جرګې د شکايتونو کمېسېون يوه ګډه کمېټه جوړه کړي ترڅو مسله وڅېړي او د ځمکو دوېش پروسه بيا شروع کېدو ته اسانه کړي. سرپرست وزير د وزارت د پلټڼې رئيس ته دنده ورکړه چې د مموزي ښارګوټي ستونزه په دوه اونيو کې دقيقه توګه وڅېړي.
دغه ناسته د وږي په ۳۰مه ولسي جرګې د شکايتونو کمېسېون کې جوړه شوې وه،چې پکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير، دښارجوړونې او ځمکو د اصلاح ادرې، دمرکزي زون د پراختيا رياست او د مموزي ښارګوټي يوشمېر استازو په شتون درلود.