کډوالو وزارت کې د کارمندانو د کړنو د ارزونو ارزولو څرنګوالي زده کړې لپاره يوه روزنيزه ناسته وشوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۹:۱۶
_____________

په هغه ناسته کې چې د لړم په ۱۱مه او ۱۸مه په کډوالو او ارستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه، پکې دملکي خدمتونود کارکوونکو د کړنو د ازرولو څرنګوالي زده کړو په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د کډوالو وزارت د بشري سرچينو رئيس دملکي خدماتو قانون مطابق دکارکوونکو د کړنو ارزونه يوه مهمه او اړينه موضوع وګڼله ويې ويل، د کارکوونکو ارزونه ددې لامل کېږي چې د فعاليتونو موثريت مشخص شي، خلاوې او ستونزې په ګوته شي او په اړه يې کړنې ترسره شي.

په ياده ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچينو د رياست او اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسېون په همکارۍ جوړه شوې وه، د ياد کمېسېون دکارپوهانو له لورې د ناستې ګډونوالو ته په اړونده موضوع خبرې وشوې او د دوی سوالونوته يې ځوابونه وويل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته