کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت بېځايه شووته د رواني او ټولنيزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ
دغه هوکړه ليک د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ۳۱مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار له لورې د نړيوالې ټولنيزې او رواني موسسې مسئول سره په کډوالو چارو وزارت کې لاسليک شو.
ددغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د ټولنيزو رواني خدمتونو، داخلي بېځايه شوو، راستنېدونکو او کوربه ټولنو لپاره ټولنيزو خدمتونو تهيه ته د لاس رسۍ وده ده، کوم چې ټولنيزو خدمتونو او رواني ټولنيزو مشورو ورکولو ته اړتيا لري.
دغه خدمتونو په کابل، ننګرهار، بلخ او هرات ولايتونو کې د ذکر شوې موسسې په مرکزونو کې وړاندې کېږي.
د ياد هوکړه ليک مالي لګښت ۳۶۶ زره او ۳۵۰ يورو دی او د المان هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي.
