کوم هېواد چې پوه او ځوان کدر ونه لري وروسته پاتې کیږي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۱۸
ـ
د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي مرستیالۍ کې د دې وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د همغږۍ په ناسته کې چې د ډېریو وزارتونو استازو پکې ګډون کړی وو، وویل: کوم هېواد چې پوه او ځوان کدرونه ونه لري وروسته پاتې کیږي.
د همغږۍ دغه ناسته د افغان کډوالو مسلکي کدرونه چې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، د راجلبولو په موخه ترسره شوه.
مسلکي مرستیال وايي: هڅه کوو چې په بهر هېوادونو کې د افغان کډوالو مسلکي کدرونه وهڅو څو هېواد ته راستانه شي، هېواد ته خدمت وکړي او د هغوی له پوهې څخه د هېواد په ابادۍ کې ګټه واخیستل شي.
ښاغلي راشد زیاته کړه: اسلامي امارت د مسلکي کدرونو د جذب په هڅه کې دی او هغه افغان کډوال چې هېواد ته راستنیږي، مسلک ته په کتو به په ادارو کې دندې ورکړل شي.
د کډوالو وزارت د کدرونو هڅونې آمر حاجي اصل مصلح خان وویل: د دې وزارت دنده ده، څو په بهر کې مېشتو مسلکي کدرونو ته د بېرته راستنېدونې زمینه برابره کړي او د هغوی له تخصص او پوهې څخه ګټه واخېستل شي.
وروسته د نورو وزارتونو استازو دا ډول اقدامات نیک کار وباله او زیاته یې کړه: چې په کډوالو کې مسلکي کسان ملي سرمایه ده او باید د هغوی راستنېدنې ته بهتره زمینه برابره شي څو یې له پوهې څخه ګټه پورته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته