کابل کې به زرګونه کورنۍ له ژمنيو مرستو برخمنې شې
دغه څرګندونې د مهاجرينو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس مولوي سردار شيرزاد د مهاجرينو د نړۍوال سازمان د بشري مرستو د مرکزي زون له مسؤول ښاغلي محمد عمر هاشمي سره په لېدنه کې وکړې او په راتلونکو ورځو کې يې په کابل کې ۶ زره او ۲۵۰ بېځايه شوو او طبيعي پېښو ځپلو کورنيو ته د ژمنيو مرستو د وېش خبر ورکړ.
د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس د يادې ادارې له دايمي همکارۍ څخه دمننې تر څنګ وويل: مرستې به په دقيق او شفاف ډول مستحقينو ته ورسوي او غوره بولو چې اجباري راستنېدونکو ته هم دغه ډول مرستې ورسېږي.
ښاغلي هاشمي وويل: په دغه مرستو کې به ۲ کمپلې، د ژمني پوښاک کڅوړه او ۲۰۰ امريکايي ډالر او يا د هغې برابر افغانۍ د وزارت سره په همغږۍ د ياد سازمان له لوري په شفاف ډول په راتلونکې اونۍ کې ووېشل شي.
د کابل ولايت د مهاجرينو چارو د رياست د داخلي بېځايه شوو آمر حفيظ الله حيدري هم په دغه ناسته کې ګډون درلود هغه وويل:د همکارو بنسټونو د پريکړې له مخې هغه اجباري راستنېدونکي چې د روان ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وي، دمؤسساتو له لوري به دکابل د ښار په سطحه د ۶ مياشتنيو مرستو له کڅوړو هم برخمن شي