چین له راستنو شویو افغان مهاجرینو سره ۱۰۰ میلیونه چینايي پیسې (یان) مرسته کوي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۱۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د چین هېواد سفیر ښاغلي ژاوشینګ وویل: چین او افغانستان دوه دوست هېوادونه دي او د چین وګړي په هره ستونزه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

په یاده ناسته کې د چین له خوا د افغان مهاجرینو سره د بشري مرستو په اولویت بندۍ، انتقال او د مرستو د وېش په میکانیزم خبرې وشوې.

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د مهاجرینو سره د چین هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او پریکړه وشوه، چې د یادو شویو مرستو تخنیکي چارې به د بهرنیو او مهاجرینو چارو وزارتونو او د چین سفارت د یوې ګډې کمېټې له لوري به پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته