پکتیا: شواک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٢ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲ - ۹:۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ د علماو او قومي مشرانو په منځګړتوب او مسلسلو هڅو د پکتیا ولایت، شواک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٢ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر له دواړو لوریو مننه وکړه، چې د منځګړو خبره یې ومنله او له دښمنۍ یې لاس واخست
نوموړي له ټولو قومونو وغوښتل، چې خپلمنځي اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل کړي او چاته دې اجازه نه ورکوي، چې ددوی ترمنځ د نفاق تخم وشیندي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته