په کابل کې (200) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۱۷:۰
_____________

1400کال, تلې, 19مه, کابل;افغانستان

د د غو مرستو د ويش پر مهال د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او وويل: د ټولو داخلي او نړيوالو خېريه بنسټونو په همکارۍ هڅه کوو, ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې ور ورسو.

هغه زياته کړه, تر دا مهال مو تر (1000) زياتو اړمنو کورنيو او بې ځايه شويو کډوالو سره د لېږد او خوراکي توکو مرستې کړي او (16) زره په شاو خوا کې کورنۍ مو د خېريه بنسټونو په همکارۍ سروی کړي, چې په نزدې راتلونکي کې به هم ورته مرستې و رسېږي.

د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: د کرونا ناروغۍ له پيل راهېسي موږ د اړمنو هېواد والو سره کومک کوو او زموږ مرستې به دوام لري.

هغه زياته کړه, په دغه مرستو کې وړه, غوړي, وريجې, بوره, دال او چای شامل وو, چې د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ مو اړمنو کورنيو ته و ويشل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته