په کابل ښار کې لسګونو راستنېدونکو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۷:۵۴
_
په کابل ښار کې د ایران هېواد څخه په جبري توګه راستنو شویو ۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
دا مرستنې، چې د سیلاب خیریه بنسټ له لوري وې، چې په دغو مرستو کې یوه بوجۍ اوړو، یوه بوتل غوړي، یو جوړ ښځینه کالي، یو کارتن د کالو مینځلو صابون، یو جوړ نرینه بوټان او او د ماشومانو لپاره یوه بکسه، چې قلمونه او کتابچې پکې وې شامل و.
د یادو مرستو د وېش په مراسمو کې د سیلاب خیریه بنسټ رییس سید احمد سیلاب وویل: زموږ مرستې به په راتلونکي کې هم د راستنېدونکو کورنیو لپاره دوام ولري.
نوموړي له نورو خیریه بنسټونو وغوښتل، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لاسنوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته