په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول وو.
پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني خبرې وکړې او دغه ډول برنامې یې غوره اقدام وباله او وړ کسانو ته یې د مسوولیتونو د سپارلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه وویل: اسلام بشپړ دین دی او مسوولین اړ دي، چې ورته سپارل شوي موضوعات په سمه توګه درک کړي، تر څو په خپلو کارونو کې له معلوماتو غوره ګټه واخلي.
نوموړي څرګنده کړه، چې کارونه باید د اصولو له مخې ترسره شي او د هرې برنامې لپاره متخصص او وړ کسان ور وپېژندل شي او په هره برخه کې د بریا لپاره، د هغې ټول اړخونه په بشپړه توګه درک شي.
وروسته د ملکي خدمتونو رییس حافظ اسدالله هارون خبرې وکړې او ویې ویل: د اړتیاوو د ارزونې د ترسره کولو لپاره روزنه او همغږي خورا مهمه ده، موږ به د خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې له تاسو سره بشپړه همکاري وکړو.
هغه وویل: اوس د دې وخت دی، چې د زدهکړو له لارې د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کار وکړو.
په پای کې د ښوونیزو اړتیاوو په اړه پرزینټېشن وړاندې شو، ګډونوالو د ښوونیزو اړتیاو د پېژندلو او د کارکوونکو د وړتیاوو پر لوړولو ټينګار وکړ او څرګنده شوه، چې دغه کار خلکو او کډوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو کې مرسته کوي.
