په ترکیې کې دچارواکوسره دپناه غوښتونکومرستیال دلیدنو دوام

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
_________
 
په ترکیه کې دکډوالو او راستنېدونکود پروسې د تنظیم په برخه کې د همکاریو دهوکړه لیکونو دلاسلیک لپاره د بیلابیلو ادرسونو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکودمرستیال تر منځ د مشخصو خبرو اترو په تعقیب ، د ترکیې دکډوالو له رییس سره دغبرګولي په ١٢مه په انقره کې ولیدل.
دپناه غوښتونکو مرستال وفي الله کاکړ دافغانستان او ترکیې ترمینځ د هوکړه لیک دلاسلیک پروسې ګړندی کولو باندې ټینګار وکړ.
. کډوالو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وویل چې افغان کډوال حق لري له خپلو ټولو قانوني حقونو څخه برخمن شي. هغه زیاته کړه چې دغه سند د ترکیې حکومت لپاره د دې زمینه برابروي چې افغان کډوالو ته اسانتیاوې او هر ډول امتیازات ، بشري حقونه او د کډوالۍ حقوق برابر کړي.
سربېره پردې ددغه هوکړه لیک پربنسټ ، ترکیې ته د افغانانو د کډوالۍ پروسه او بېرته خپل هېواد ته د هغوی ستنېدنه به منظمه او شفافه شي ، او همدارنګه به دنامنظمې اوغیرې قانوني کډوالۍ کچه راټيټه شي.
د ترکیې د کډوالۍ دادارې رییس هم دغه سند د کډوالۍ په برخه کې له افغانستان سره دکډوالو دراستنېدوپروسې مدیریت اوغوره خدماتو رسولوپه برخه کې د ګډې همکارۍ په اډانه مهم وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته