په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان د وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ
په دې ليدنه کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت حقوقي سلاکار او د وزارت د پلان او پلالېسۍ سرپرست معین محمود الحق احدي او د پلان او پالېسۍ رئيس قاري احمد الله هاشمي او په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) د عودت برنامې له مسؤل ښاغلي نيکو لاس جيمس هل ترمنځ ترسره شوه، راستنېدونکو ته د ګډو فعاليتونو او د کابل په هوايي ډګر کې د ياد دفتر د بيا ځلې فعالېدو په اړه خبرې وشوې او نيکو لاس جميس هل د مهاجرينو چارو وزارت سره د همغږيو او همکاريو په برخه کې ډاډ ورکړ.