په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ د پلاوي استازي او مهاجرینو وزارت تر منځ ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۱
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ استازو، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازو تر منځ ناسته وشوه.
په دې لیدنه کې د وزارت کاري پلانونو شریکولو او د ملګروملتونو د مرستیالۍ پلاوي سره په دې برخه کې همغږۍ باندې بحث او خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر وویل: چې د دې وزارت او موسساتو لومړۍ کار داده چې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو ستونزو هواري په موخه په ګډه اوهمغږۍ کار وکړي.
نوموړی په دې برخه کې د یاد سازمان همکارۍ غوښتونکی شو او زیاته یې کړه: د وزارت او اړوندو څانګو کارونه او فعالیتونه به هم درسره شریک کړو.
د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شیرزاد وویل: مهاجرینو وزارت د مظلوم او بې وزله استازولي کوي، نو لازمه ده، چې په دې برخه کې د راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د پای ټکی کېږدو.
د دایمي حل لارو د پیدا کولو رییس مولوي شمال خان مصلح هم خبرې وکړې او هغه د ولس لپاره د بنسټیزو کارونو په تطبیق او لومړیتوبونو کې د لا ښې اسانتیا غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دايمي حل لارې استازي ښاغلي خالد وويل: موږ هڅه کوو چې د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د راستنېدونکو او بې ځايه شويو لپاره يو څه وکړو، څو د هغوى ستونزې په همغږۍ او همکارۍ سره هوارې کړو.
هغه په راتلونکو ناستو کې د وزارت، اړوندو ادارو او موسساتو د راتلونکو پلانونو په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو لپاره د کډوالو چارو له رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې په پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د راستنو شویو د ستونزو پر حل او ورته د اړینو مرستو د رسولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رئیسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو. . .

بېرته خبرونه ته