هيواد مو ښوونې او روزنې ته لا نوره اړتيا لري!

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۳
=

د ۱۴۴۴ هجري سپوږميز کال د ربيع الاول په ۲مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون د مشرتابه سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه
نوموړي د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون د مشرتابه سره په شوې هوکړې، د کارکوونکو د روزنې او ظرفيت لوړونې په اړه خبرې وکړې
همدارنګه يې يادونه وکړه چې هيواد مو د ښوونې او روزنې په برخه کې لا نور کار ته اړتيا لري تر څو خپلو هيوادوالو ته ښه چوپړتياوې وړاندې کړو.
په پای کې ښاغلي حقاني د يادې ادارې کارونه وستايل او ددې ادارې د ستونزو د حل او لا توانمندۍ په موخه يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته