نیمروز: د مهاجرینو چارو وزارت د مسلکي مرستیال په شتون کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۵۴
ـ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او مل پلاوي په شتون کې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار شاوخوا د سیاه چشمان په کلي کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې وسپارل شو.
دا روغتيايي مرکز په يو پوړ کې ١٦ خونې لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ١٥٧ زره ٣٣٥ امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
ښاغلي راشد د دغه روغتیايي مرکز پرانیستلو باندې خوښي وښوده او د دغه مرکز جوړېدل یې د مهاجرینو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره غوره اقدام وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته