مهاجرینو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د (HHA)،(HRRAC)،(DRC)،(GNI)او (DAARTT) سره د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړ .

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۱/۱/۱۲ - ۸:۴۹
_________
 
په پام کې ده چې یادې موسسې په بېلابېلو ولایتونو کې د (٦) میلیونو،(٨٤٠) زره او (۷۴۲) امریکايي ډالرو په ارزښت د مرستو رسولو پروژې پلي کړي، چې په همدې موخه د وري په (١١) مه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال الحاج محمد ارسلاح خرټي په شتون کې بېلابېل هوکړه لیکونه د مرستو دهمغږۍ رییس مولوي حسین الله حقاني او یادو موسسې د رییسانو ترمېنځ لاسلیک شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان. . .

بېرته خبرونه ته