مهاجرینو وزارت او (OCHA) موسسې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۲۰:۲۵
ـ
دغه ناسته د داخلي بېځایه شوو د رییس مولوي سردار شېراد، دیادې موسسې مرستیال محمدخاطر زید او افیسرې بیلي ګیتا چیو آلیمایو ترمېنځ د غويي په(٢١) مه ترسره شوه.
د دې ناستې موخه په راتلونکي کې د داخلي بې ځایه شوو د لېږد د څرنګوالي او په دې برخه کې د همکاریو په اړه د معلوماتو حاصلول و.
د داخلي بېځايه شوو رئيس مولوي سردار شېرزاد د مرستندویه بنسټونو د دوامداره همکاريو مننه وکړه ویې ویل: اوس وخت را رسېدلې چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ټولنې د زیانمنو شوو سره لا زیاته همکاري وشي او دغه وزارت هڅه کوي، تر څو په راتلونکي کې د پلان مطابق ټول داخلي بېځایه شوي خپلو اصلي سیمو ته ولېږدوي.
په ورته وخت کې د اوچا موسسې مرستیال په راتلونکي کې د بېځایه شوو د لېږد د بهیر په اړه له پوهېدو وروسته ټینګار وکړ چې د دوی د لېږد په برخه کې به له نورو بنسټونو سره په ګډه همغږۍ همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۸:۲۷
Background image

د مهاجرینو وزارت مرستیال داسلامیک ریلیف موسسې رییس سره لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د غبرګولي په (٣) مه د اسلامیک ریلیف موسسې د رییس عمیر حسین او د انګلستان داسلامیک ریلیف رهبرۍ شورا غړي آفان چیما سره په. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۷
Background image

د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ اوربند وشو

 
د سويل ختيځ زون د څلورو ولايتونو د سولې شورا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ اوربند وکړ.
نوموړې شورا ددوي. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۹:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو ترمېنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او (ORCD)،(ACHRO) او(AHDAA) مرستندویه بنسټونو ترمېنځ د غبرګولي په (٣)مه د یومیلیونو (٣٠٠) امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغ. . .

بېرته خبرونه ته