مهاجرينو چارو وزارت کې د کار کوونکو د ارزونې د نوې ميتود د تشريح کولو غونډه تر سره شوه.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۴
-

د کار کوونکو د ارزونې د نوي ميتود د تشريح کولو غونډه د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست له لورې د چارو ادارې د عمومي رياست په همکارۍ ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد خبرې وکړې، د ارزونې په طريقه يې د مسؤلينو او کار کوونکو پوهېدل مهم وبلل، د چارو ادارې د عمومي رياست او متخصصينو څخه يې مننه وکړه او د ورکشاپ د ګډنوالو څخه يې غوښتنه وکړه هر هغه څه چې د ارزونې د نوي ميتود په اړه توضيح او تشريح کېږي  استفاد وکړي او په خپلو تجربو کې يې اضافه کړي.

وروسته د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي مسؤلينو او کار کوونکو په ځانګړي توګه هغو کسانو لپاره چې  نوي مقرر شوي د ارزونې د نوي ميتود د تشريح کولو برنامه مهمه وبلله، په دې اړه يې معلومات وړاندې کړل او د کار کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه، د دغې برنامې د تدريسي بهير څخه پوره ګټه پورته کړي.

همدارنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د حقوقي چارو مرستيال ويس الدين  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د قانون، د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د ذاتي چارو د مقررې، د ندو د قانون، پلان، راپور، د کار کوونکو  او په اداره کې د فعاليتونو د ښه والي او د کار کوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره د ارزونې د نوي ميتود  پر اهميت خبرې کړې.

ورپسې د چارو ادارې د متخصصينو د ټيم له لورې د کار کوونکو د ارزونې د نوي ميتود په اړه معلومات وړاندې شول.

ياده برنامه به دوه ورځې نور هم دوام وکړي، ترڅو د وزارت ټول کار کوونکي ترې برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته