محترم مولوي عبدالکبیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د نوی وزېر په توګه رسما دنده پیل کړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۲۱:۳

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء مخکني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ناستې په ترڅ کې د مهاجرینو چارو وزارت کارکوونکو ته د وزیر په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه.
په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د مهاجرینو چارو وزارت مرستیالانو او رئیسانو ګډون کړی وو.
د چارو د ادارې لوي رئیس ولس او اسلامي نظام ته خدمت د اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو موخه وبلله او زیاته یې کړه، چې محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او قربانۍ ورکړې دي او د نوموړي تجربه او وړتیا به د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت پر کړنو مثبت اغېز وکړي.
همدارنګه شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د محترم مولوي عبدالکبیر د بریالیو دندو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې اطاعت د تقوا بېلګه او د اسلامي امارت یو اصل دی.
محترم مولوي عبدالکبیر د شهید الحاج خلیل الرحمان حقاني روح ته دعا وکړه، او د کډوالو په برخه کې یې د نوموړي ښه مدریت او هلې ځلې وستایلې.
محترم مولوي عبدالکبیر د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د مهاجرینو چارو د وزېر په توګه د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل هڅه کوي څو د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لاغوره خدمت جوګه شي.
نوموړي د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د تېر په څېر په کارونو کې د اخلاص سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په ګډ به د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت له چارو خوښ دي او هڅې به وکړي چې افغان کډوالو ته لاښه خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۰
Background image

په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت. . .

بېرته خبرونه ته