مالي او اداري مرستيال دناروې دکډوالو ادارې عمومي رئيسې سره ليدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۹:۵۲
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ولي الله جلال شنبه د غوايي په ۱۱مه په افغانستان کې د ناروې دکډوالو ادارې (NRC) عمومي رئيسې ميرمن آستريت اورين سيلتن سره په خپل کاری دفتر کې ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې چې په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، دواړو لوريو په هرات ولايت کې د داخلي بېځايه شوو سره د بېړنيو بشري مرستو او ددې پروسې پروړاندې پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.

ټاکل شوې راتلونکو دريو مياشتوکې په هرات ولايت کې داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته دناروې دکډوالو ادارې له لورې دبشري مرستو دوېش لړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر څارنې لاندې پيل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېش په روڼتيا ټينګار وکړ.

همدارنګه ميرمن آستريت اورين سيلتن سږ کال په افغانستان کې د فعاليتونو او برنامو په اړه هم معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه، چې دا فعاليتونه به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

بېرته خبرونه ته