سرپرست وزیر د پروان او کاپیسا ولایتونو د مهاجرینو چارو له مسولینو سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲۲
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د خپل کار په دفتر کې د پروان ولایت د مهاجرینو چارو رییس حاجي امان الله مجاهد او د کاپیسا ولایت د مهاجرینو چارو آمر قاري حمدالله شهیدزاده سره جلا جلا لیدنه وکړه.
 په دې لیدنو کې د دواړو ولایتونو د مهاجرینو چارو مسولینو خپلې کړنې، خدمتونه، له اړمنو سره شوې مرستې، او ستونزې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
 ښاغلي حقاني وویل: د مرستو او خدمتونو وړاندې کول باید له هوکړه لیک سره سم وي او پکار ده چې له اړمنو سره د کار په بدل کې مرستې وشي.
 سرپرست وزیر پر ورڼتیا، همغږۍ او نورو اړینو چارو ټینګار څرګند کړ او د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته