د کډوالو چارو وزارت کې د شخړو د حل مدیریت په اړه درې ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۱۶
-
د چنګاښ په ۲ مه نیټه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رياستونو ۳۰ تنو کارکوونکو لپاره د «شخړو حل مدیریت» تر سرلیک لاندې ۳ ورځنۍ ورکشاپ د دغه وزارت د کارکوونکو چارو رياست له خوا جوړ شو.
د پروګرام په پیل کې د کارکوونکو چارو رياست د ظرفیت لوړونې امر عبدالباسط عطايي د شخړو حل مدیریت د بنسټیزو مفاهیمو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: «د ظرفیت لوړول زموږ د ټولو مسؤولیت دی. باید هڅه وکړو، چې کاري تجربې په کاري چاپېریال کې له یو بل سره شریکې کړو، ستونزې حل او تجزیه او تحلیل کړو او هڅه وکړو، چې د نورو له تجربو او پوهې څخه ښه ګټه پورته کړو.
په دغه درې ورځني ورکشاپ کې به د روزنې امريت له خوا د شخړو د حل مدیریت، د هغه ډولونه، تعریفونه، مفاهیم او د مدیریت په چوکاټ کې په حل لارو او چارو باندې کډونکوونکو ته به رزونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۰
Background image

په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت. . .

بېرته خبرونه ته