د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ښاغلی فیلیپو ګراندي نن سهار کابل ته راورسېد

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۰:۳۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني یې هرکلي ته د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ورغلی و
د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د ښه راغلاست پرمهال د ښاغلي ګراندي راتګ د ستاینې وړ وباله او وې ویل، چې د مهاجرینو ستونزو ته رسیدنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي اوویل: راستانه شوي مهاجرین د بیړنیو مرستو سربیره د سرپنا، تعلیم او روغتیا برخو کې خدماتو ته اړتیا لري، هغه هیله څرګنده کړه چې د نوموړي سفر به د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو په پایداره ادغام او د هغوی لپاره د مرستو په جلبولو کې مثبت رول ولوبوي
ښاغلي ګراندي اوویل: د سفر هدف یې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او خلکو سره لیدنې دي څو د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو وضعیت ته رسیدنه وشي او ګډې حللارې ورته وموندل شي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په ډله ییز ډول د مهاجرینو را ایستل یوه ننګونه وبلله او زیاته یې کړه چې که څه هم نړیواله ټولنه له مالي بحران سره مخ ده، خو UNHCR به خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.
ټاکل شوې چې ښاغلی ګراندي به په کابل کې د لیدنو ترڅنګ هرات ولایت ته هم سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې وارزوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته