د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مرستیال سره د مهاجرینو چارو د وزېر لیدنه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۹
_

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستیال ښاغلي رؤف مازو او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر وضیعت، د کډوالۍ پر دایمي حللارو، د مهاجرینو ښارګوټو ته د اسانتیاو برابرول، د افغان کډوالو د شته ستونزو په موخه له پاکستان او ایران سره د درې او څلور اړخیزو ناستو، او ګډو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مازو د مهاجرینو چارو وزیر ته د شهید خلیل الرحمان حقاني د شهادت تسلیت وړاندې کړ او نوموړي ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله وکړه.
نوموړي وویل، که څه هم نړیوال مالي بحران د دوی په کارونو منفي اغېز کړی، خو هڅې روانې دي څو د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اړتیا وړ بودیجه راجلب کړي.
ښاغلي مازو له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښې وړ موضوع یاده کړه او د خبرو په پای کې یې یادونه وکړه، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تيارې دي.   
د مهاجرینو چارو وزېر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستیال ته ښه راغلاست وویل او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې یې د نړیوالو همکارو او مرستندویه ادارو هڅې وستایلې.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت به هڅه وکړي، چې د راستنو شویو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او کیدونکې مرستې به په شفاف ډول اړمنو او مستحقو کسانو ته ورسیږي.
ښاغلي وزیر هېواد ته د مهاجرینو راستنول خپل لومړیتوب وباله، خو د نوموړي په وینا چې وخت او فرصت باید په پام کې ونیول شي او مهاجرین له نړیوالو اصولو سره سم پخپله خوښه راستانه شي. په ناسته کې دواړو لوریو له یوبل سره پر لاهمغږۍ او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته