د کډوالو وزير د ادارو دمرستو پروسيجرونو په تعقيب او تطبيق ټينګار وکړ
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخی په افغانستان کې د (DRC) موسسې له رئيس ايدو ارد برادفورد هوګس په لېدنه کې د مرستو رسولو کړنلار د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړې کومه چې تازه د يا د وزارت له خوا د يوشمېر موسسو سره په همغږۍ جوړه شوې ده.
دغه ليدنه د تېرې سې شنبې په ورخ د غبرګولي په ۷مه ترسره شوه. دکډوالو چارو وزير په ولايتونو کې د وزارت د رياستونو د همغږۍ او د ذکر شوې موسسې دمرستو دوېش پر څرنګوالي او وېشلو ټينګار وکړ او د DRC موسسې څخه يې غوښتنه وکړه، چې اړمنو خلکوته دې دمرستو په وېش کې له عدل څخه کار واخيستل شي.
د DRC موسسې رئيس په ګډو فعاليتونوکې شتنه ننګونې دکډوالو چارو وزير سره شريکې کړې او ژمنه يې وکړه، چې د برابرې شوې کړنلارې اړوند به خپل فعاليتونه تنظيم کړي.