د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستيال د کډوالۍ نړيوال سازمان د رييس سره ليدنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۷:۳۰
____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ولي الله جلال د کډوالۍ د نړيوال سازمان IOM د رييس ښاغلي استوارت سيمپسون سره ليدنه وکړه او د راستنېدونکو د نويو معلوماتو د راټولولو د سيستم رامېنځته کولو په اړه يې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې د دوشنبې په ورځ د زمري په ۱۱مه په کډوالو وزارت کې ترسره شوه، د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستيال دکډوالو او داخلي بېځايه شوو خلکو په اړه د هر اړخيزو معلوماتو راټولولو د سيستم په اړه وويل، د ياد سيستم نه لرل يو له هغو ستونزو او ننګونو څخه دي چې کډوالو او داخلي بېځايه شوو ته د خدماتو په رسولو کې خنډونه رامېنځته کوي. هغه زياته کړه چې د دغه ستونزو او ننګونو د حل لپاره د دقيقو معلوماتو راټولولو او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د احصايو وړاندې کولو کې د روڼتيا رامنېځته کولو لپاره نوي او هر اړخيز سيستم ته اړتيا ده.

ښاغلي جلال د کډوالۍ نړيوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د سيستم رامېنځته کولو په برخه کې دې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) رييس ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره مرسته وکړي او په دې برخه کې تخنيکي ظرفيت شتون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته