د کډوالو وزارت  سرپرست  دملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنر سره  وليدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۵:۱۳
________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي د لړم په ۲۵مه د ملګروملتونو دکډوالو عالي کمېشنر ښاغلي  فليپوګراندي سره چې تازه په يو رسمي سفر افغانستان ته راغلی و ليدنه وکړه او د افغان کډوالو د وضعيت دښه والي، دګډ کار کاري موضوعاتو او پرمختللو برنامو په اړه يې  خبرې وکړې.

د کډوالو وزارت سرپرست دملګرو متلونو دکډوالو عالي کمېشنر ته ښه راغلاست ووايه، او له ياد دفتر څخه يې د پناه غوښتونکو وضعيت ته د رسېدو، داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د همکارۍ په برخه کې مننه وکړه  او د کډوالۍ او بېځايه کېدو په برخه کې يې د افغان حکومت د لومړيتوبونو په هکله وويل: « د دولت دغه هڅې کولای شي د ګډوالۍ په برخه کې شته ننګونو ته د پای ټکی کېږدي.افغان حکومت د کډوالو پر پرمختيايي برنامو کارکوي،هغه د همکارو ادارو زياته همغږي د خدمتونو په برخه کې ګټوره وبلله او  په افغانستان کې د ملګروملتونو د فعاليتونو، په هېواد کې دکاري ساحو په لومړيتوبونوکې زياتوالی، د اسناد لرونکو کډوالو سره ددغې ادارې د بشري مرستو د زياتوالي، د پناه اخيستونکو ستونزو ته لاسرسی په ځانګړي توګه په يونان کې د افغان پناه اخيستونکو روغتياته او همدارنګه اړمنو کورنيو ته يې د ژمنيو مرستو د وېش غوښتنه وکړه».

هغه د سولې بهير د هيله بخښونکو خبرو په اړه وويل:« چې دغه پروسه به سرته ورسي، چې په داسې حالاتوکې به زيات شمېر افغان کډوالو هېواد ته راستانه شي، چې هر اړخيز غور ته اړتيا لري؛ خو دکډوالو په بحث کې د سولې د صحنې نه پېژندل يوه ننګونه وه او له کوربه هېوادو څخه د افغان کډوالو راستنېدلبه زياتوالی ومومي.

د پناه غوښتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنر د خدمتونو پردوامداره برنامو ټينګار وکړ او د پناه غوښتونکو کوربه ټولنې پاملرنې او په ګاونډيو هېوادونوکې د کډوالو د بيا مېشته کېدلو په هکله د افغانستان اقدام دهغو هېوادونو لپاره مهم وباله،چې کډوالوته زياته پاملرنه کوي. هغه په افغانستان کې د خپلو هکاريو د دوام خبر ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته