د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت رهبرۍ د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست څخه لیدنه کړې وه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۰:۰
_______________

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو مرستیال شېر علم امله وال ننګرهار ولایت ته کاري سفر درلود، راغلي پلاوي دغبرګولي په ١٥مه دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست چارې له نږدی وڅارلې، څو شېبې د دې ریاست د کارمندانو سره په ګډه د مراجعینو ستونزې له نږدې واورېدلې او په شریکه يې د مراجعینو چارې یې پروسس کړل.

ښاغلي امله وال د دې ریاست د هرې شعبې کارمندانو اجراات له نږدې وڅارل.هغه زیاته کړه سره د دې چی ننګرهار ولایت د بېځایه شوو کورنیو کوربه ولایت دی د تورخم له لارې اکثره راستنېدونکي کورنۍ هم پدې ولایت کی میشت کېږي لازمه ده چې هرې کورنۍ ته په وخت او زمان سره رسېده ګي صورت ونیسي، په همدې تړاو د دې ریاست ټولو کارمندانو ته لازم سپارښتنې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په سطح به د داخلې بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.

 همدارنګه راستنېدونکو اوداخلي بېځایه شوو کورنیو ماشومانوته به دروغتیایي مرکزونو او ښونځیوو ستونز حل کړي ترڅو په مشرقي کې بېځایه شوي ماشومان له زده کړو برخمن شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته